کابل- باختر- د مرغومي د مياشتې ٧مه
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د دولت درېو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار ولایت د اچين په ولسوالۍ پورې اړوند د پاپين په سیمه کې نن شاوخوا نهه بجې او څلوېښت دقيقې بې پيلوټه الوتکې بريد وکړ، چې له امله يې دوه تنه داعش وسله وال ووژل شول او يو بل ټپي شو.#
0 د یوې دقیقې څخه لږ