کابل باختر د وږي اوومه
درهنمايي براى ژورنالستان راډيو اثر نوى چاپ شو .
دغه اثر دليکوال ، شاعر او ژباړونکې ډاکتر محب سپين له خوا له الماني ژبې څخه په پښتو ژبې اړول شوى دى .
د ( رهنمايي براى ژورنالستان راډيو ) داثر اصلي لکيوال دالمان د ديوچي ويله داکادمي مرستيال پيټر هيولنين تورسين کارک دى.
په دې اثر کې په راډيو کې ديو ژورنالست دکار اساسات په معياري ډول بيان شوي دي. .
افغان ليکوال، شاعر اوژباړونکي ډاکتر محب سپين باختر آژانس ته وويل: ده هلې ځلې کړى دي چې داثر داصلي محتوا دساتنې لپاره دژباړنې معيار په پام کې ونيسي .
( رهنمايي براى ژورنالستان راديو ) اثر دميدان وردګو دوالي محمد حليم فدايي په مالي مرسته په ١٧٠ مخونوکې دزرو ټوکو په تيراژ چاپ شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل