امنیت

دچخانسور ولسوال شهيد کړى شو

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دنيمروز ولايت دچخانسور ولسوال  پرون  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا  شهيد کړى شو .
  دنيمروز دوالي وياند  احمد عرب  دباختراژانس خبريال ته وويل  دچخانسور ولسوال  اقا محمد فضلي   کله چې له زرنج ښار څخه  دچخانسور ولسوالۍ ته  روان و ، دانصاري ښارګوټي  ته څيرمه دناپيژندل شويو  وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا په ډزو سره  شهيد کړى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته