ورزش

د لوګر والي: د کرکټ د ملي لوبډلې هر لوبغاړي ته به یوه نمره ځمکه ورکړی شي.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې دولسمه
د کرکټ د ملي لوبډلې هر لوبغاړي ته به یوه نمره ځمکه ورکړی شي.
دغه څرګندونې د لوګر والي په دغه ولايت کې د کرکټ د لوبغالي د بنسټ د ډبرې د اېښودو پرمهال وکړې.
د لوګر والي محمد حليم فدايي په خبرو کې په دې خوښي وښوده چې د لوګر د کرکټ لوبغالي د جوړیدو چارې پیل شوې.
والي وویل موږ له ځانه سره ریښتیني اتلان لرو، زموږ اتل باید تعریف ولري ځکه اتل هغه دی چې هیواد د خولو په تویولو جوړوي نه په وینې تویولو ، اتلان هغه دې چې د مثبت رقابت انګیزه هیوادوالو ته ورکوي، اتل د ملي وحدت سبمول وي  اتل په ټوله نړۍ کې ملي بیرغ رپوي او په دې وسیله هیوادوال د همدې بیرغ لاندې یوځای ساتي.
والي په جوړو شويو مراسمو کې اعلام وکړ چې په لوګر ولایت کې به د ملي لوبډلې هر لوبغاړي ته یوه نمره ځمکه ورکړی شي.
ده په همدې موخه  د کرکټ بورد له چارواکو وغوښتل چې دملي لوبډلې د لوبغاړو نومونه ورته واستوي.
فدایي زیاته کړه چې ورزش د سولې سمبول او لوبغاړي مو د سولې سفیران دي، دوی د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ په ډېر کم وخت کې د سپورټ په نړۍ کې ورپاوه.
د کرکټ بورد مشر شکرالله عاطف مشعل د نوي لوبغالي په جوړېدو کې دلوګر د ولایتي ادارې له هلو ځلو او د هندوستان هېواد له مالي مرستې او همکاریو مننه وکړه
عاطف مشعل زياته کړه زموږ د دغه سفر هدف د سولې پیغام ورکول وو چې ځوانانو په ریښتیاهم خپله مینه وښودله.
د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت، په ولسي جرګه کې د ولسي جرګې غړی حاجي اکبر ستانکزي هم خبرې وکړې او په لوګر ولایت کې د کرکټ د لوبغالي په جوړیدو یې خوښي وښوده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته