کابل /دليندى ٢٧مه / باختر :
په هېواد کې له معلوماتي تکنالوژى څخه په ګټې اخستنې سره دلوړوزده کړو دعلمي فعاليتونو دپياوړتيا او پرمختيا په مقصد دلوړو زده کړو وزارت او دجرمن – افغان دسوداګرى او صنايعو دخونې داستازو ترمنځ دهمکارى هوکړه ليک لاسليک شو .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه هوکړه ليک د لوړو زده کړو وزارت دعلمي پروګرامونو دپرمختيا رييس پوهنمل خواجه زبير صديقي او دجرمن – افغان دسوداګرى او صنايعو دخونو استازي الياس عمر لاسليک کړ اوموخه يې په افغانستان کې له نويو سرچينو او تکنالوژۍ څخه په ګټې اخستنې سره معياري لوړو زد ه کړو ته رسېدل دي .
ددغه هوکړه ليک پربنسټ دجرمن – افغان دسوداګرى او صنايعو خونې جرمن او افغان سوداګرو ته دلوړو زده کړو داړتيا وړ ګډو همکاريو او پروژو فرصت برابروي .
ددغه هوکړه ليک دلاسليک کولوپه مراسمو کې په کابل کې دالمان سفير او يوشمېر دولتي مسوولانو هم شتون درلود .
ختم_ ف _ اکرم