اقتصاد

په هلمند کې د لېمو حاصلات زيات شوي دي

کابل/دلړم۱۲مه/باختر
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په وروستیو کلونوکې په دغه ولایت کې د لېمو بڼونه او حاصلات ډېر شوې دي.
د دغه ولایت د کرنې رییس زلمی الکو وايي چې د هلمند خاروه اوبه او هوا د نارنج، لېمو، املوکو او ناکو د ساتنې او روزنې لپاره مناسبه ده، نو ځکه یې هڅې پیل کړې چې ځمکوال او بزګران دې ته چمتو کړي چې په خپلو ځمکوکې د نشه يي توکو د کرکیلې پر ځای د مېوو بڼونه جوړ کړي.
الکو وویل: په دې برخه کې یې د نمونې په ډول په پنځه جریبه ځمکه کې په توافقي ډول د لېمو بڼونه جوړ شوي دي چې ښه پایله یې ورکړې ده.
د هغه په خبره، د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په همکارۍ سږکال هم ددغه ولایت په۱۰ جریبه ځمکه کې د لېمو بڼونه جوړ کړي.
د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ ادارې مسوولین وايي: تمه لري چې په دغه ولایت کې د سټروسو کورنۍ لار پراخه شي.
دا په داسې حال ده چې اوس مهال هم د هلمند په مرکز لښکرګاه او د دغه ولایت په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې د سټروس ډېر بڼونه جوړ شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته