امنیت

سیمه یېز پولیس د جنګي وسایلو او د معاشونو د لوړوالي غوښتنه کوي

پکتیکا/ باخترد غويي دمياشتې ۲۳ مه
د پکتیکا ولایت سیمه یېز پولیس د ډول ډول درنو وسلو او زغروالو موټرونو تر څنګ د معاشونو د لوړېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي، په شته امکاناتو نه شي کولای مخالفینو ته لکه څنګه چې پکار وي، ماتې ورکړي.
د پکتیکا ولایت د یحیی خېل ولسوالۍ اوسیدونکی بسم الله چې له تېرو دریو کلونو راپدېخوا په سيمه يېزو پولیسو کې دنده لري باختر اژانس ته وویل ، چې په خپله سیمه کې یې د ولسونو پر مټ امنیت تامین کړی او مخالفینو ته یې تل خوله ماتونکی ځواب ویلی دی.
دی زياتوي هغه وخت چې په یحیی خېلو ولسوالۍ کې سيمه یېز پولیس نه و  رامنځ ته شوي، ناامنې خورا زیاته وه چې د سیمې ولسونو له ویرې  ډک چاپیریال کې ژوند کاوه او آن کروندګرو نه شوای کولای په خپلو ځمکو کرکېله وکړې او یا د خپلو کرنیزو توکو محصولات راغونډ کړي.
د دغې ولسوالي يو بل سيمه يېز پوليس شېر احمد وايي دوه ویشت کسیزه کورنۍ لري او دی د خپلې کورنۍ یوازینی کس دی چې یوه اندازه پیسې له همدې لارې پیدا کوي،دی له اړوندو مقاماتو څخه غواړي چې د درنو وسلو د ورکړې تر څنګ يې معاشونه زيات کړي.
بل خوا دغه ولسوالۍ او د مټاخېلو د سيمه يېزو پولیسو قومندانان هم د کمو معاشونو او تجهیزاتو خبره کوي او وايي چې په ټوله کې د دغه ولایت د ولسونو اقتصاد کمزوری دی او ډېری داسي کورنۍ شته چې تېرو او روانو جنګونو ترې د کورنۍ د سر او ګټې سړي اخیستي او کورنۍ یې په یو بد حالت کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
د سيمه يېزو پولیسو یو بل قومندان شیرمحمد وايي، مخالفین داسي درنې وسلې لري چې دوی یې نه لري، خو بیا یې هم په نه امکاناتو له خپلې سیمې ساتنه کړې. دی وايي، یوازي لس زره افغانۍ میاشتنی معاش لري چې د کورنۍ لګښتونه یې خورا زیات دی چې دغه معاش ورته بسنه نه کوي.
له بله پلوه بیا د پکتیکا د ولایتي شورا غړی نعمت الله بابری په دغه ولايت کې په يو شمېر سيمو کې د خيالي سيمه يېزو پوليسو د شتون تر څنګ  د امنیت په ټينګښت کې د سيمه يېزو پولیسو رول مهم بولي او وايي، څو کاله وړاندي د کټواز، ارګون ، سروبي، برملې او نورو ولسوالیو لویې لارې خورا ناامنه وې؛ چې د سيمه يېزو پولیسو په جوړېدو سره دغه لارې اوس د ټولو دولتي کار کوونکو او مللي خلکو پر مخ پرانستې دي او هیڅ ډول امنیتي ګواښ نشته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته