کابل، د غبرګولي١٩مه، باختر
یو شمېر غیردولتی ورځپاڼو د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو ليکني کړې دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره يو رپوټ چمتو کړى دى.
د ۸صبح ورځپاڼې (په ایران کې د اورګاډي د ټکر له امله تر سلو زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي) تر سرلیک لاندې لیکلي دي.
پرون مازیګر د جون په اتمه، یو ریل ګاډی چې له مشهد څخه د ایران یزدان په لور روان و، له یوه “ميکانيکي بيل” سره ټکر وکړ.
دغه پیښه د طبس ښار په ۵۰ کیلومتری کې د مزینو تم ځاى ته څېرمه رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې څه ناڅه ۲۳ کسان وژل شوي او تر ۵۸ زيات ټپیان شوی، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د ایراني رسنیو په وینا په دې اورګاډي کې ټولټال ۴۳۰ مسافر او کارکوونکي سپاره و.
د اطلاعات روز ورځپاڼې “د مزارشریف په یوه مارکیټ کې د اورلګیدو له امله یو تن وژل شوی دی.” تر سرلیک لاندی لیکلي دي
د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، چې په مزارشریف ښار کې د کارتن پلورنې په یوه مارکیټ کې د اور لګېدنې له امله یو تن وژل شوی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري وايي، چې دغه اورلګېدنه پرون له غرمۍ وروسته په دوه نيمې بجې د مزارشريف ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دغه اورلګېدنه د ماما رجب او عزيزبای په نامه مارکيټ کې رامنځته شوې او د اورلګېدو پر مهال يو٧٠ کلن سړى چې د تخار اصلی اوسیدونکی دی د اورلګيدنې په بهيرکې د ګاز نیونې له امله مړ شوى دى.
| ذ