کابل باختر دلړم دريمه :
اووه تنه دسمنګانو په ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن سهار دکابل – مزارشريف دلوى لارې په اوږدو کې دايبکو ښار په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې يومسافر وړونکى موټر له يو کوچني موټر سره ټکر وکړ او چپه شو .
دلوى لارې دترافيکو يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې اووه تنه مسافران ووژل شول او څه ناڅه څلور تنه نور ټپيان شول .
ده ددغې ترافيکي پيښې اصلي علت ددوو موټرونو دچلوونکو زيات چټکتيا اوبې احتياطي وباله .
په همدې حال کې په سمنګانو ولايت کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
ختم_ عطاالله _ اکرم