امنیت

په هرات کې د خپلواکۍ جشن د نمانځنې په خاطرامنيتي تدبيرونه نيول شوي دي

 هرات/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
په هرات ولايت کې امنيتي او دفاعي ځواکونو د زمري د مياشتې د اته  ويشتمې د مراسمو د نمانځنې په خاطر بشپړ تيارى نيولى دى.
د ظفرقول اردو قوماندان بريدجنرال محمدناصر هدايت د هېواد د آزادۍ د لارې  شهيدانو ته د دعا په کولو سره وويل: ددغې ملې ورځې نمانځنه دخلکو ترمنځ  د يووالي، وحدت او ملي هېوادنى رسالت دى چې د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري.
ده زياته کړه چې د زمري د مياشتې د ٢٨مې په خاطر د ملي اردو ځواکونه               د نورو امنيتي ځواکونو په همغږۍ په هرات ولايت کې د خلکو د سر او مال  دساتنې او د دغې ملې ورځې دښې نمانځنې په خاطر دامنيت په تامينولو بوخت دي.
دغه راز دهرات دملي امنيت رئيس تورنجنرال دادمحمد، دهرات امنيه قوماندان پاسوال محمدايوب انصاري، د امن اوعامه نظم دلوا قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق ايلخاني، دظفر قول اردو د لومړي لوا قوماندان بريدجنرال زيارت شاه عابد د خپلواکۍ جشن دپرتمينو مراسمو د پرځاى کولو په خاطر يې دا ښه امنيت د تامينولو په خاطر يې د خپلو ځواکونو تيارى اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته