امنیت

يوه پاکستاني طالب په کندز کې ځان وواژه او دوه تنه نور يې ونيول شول .

کابل باختر دغبرګولي نولسمه :
يوه پاکستاني تبعه په کندز کې  له پوليسو سره په نښته کې ځان وواژه او دوه تنه تاجکستاني اتباع ونيول شول .
دکندز ولايت امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفي  محسني نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دالقاعده دغو دريو تنو غړو ددشت ارچي ولسوالۍ په جګړه کې برخه لرله او دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دامام صاحب ولسوالۍ ته تښتيدلي وو .
ده زياته کړه: دوى غوښتل چې له کندز څخه وتښتي چې تيره شپه دپوليسو له خوا وپيژندل شول او دنيول کيدو په وخت کې يې له پوليسو سره په نښتې  لاس پورې کړ او دعبدالرحمن په نامه يو تن يې چې دپاکستان تبعه و ځان په خپلې وسلې سره وواژه
امنيه قوماندان وويل چې دعمر اوکامل په نومونو دوه تنه نور يې ونيول شول.
  محسني وويل، دغو دوو تنو چې دتاجکستان اتباع دي دپوليسو د څيړنې په بهير کې  ويلي دي چې درې کاله يې په پاکستان کې زده کړې   کړي دي او وروسته افغانستان ته رااستول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته