امنیت

لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٢ :
د هېواد په جنوبې سيموکې د امنيتي ځواکونوپه عملياتوکې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په تېرو ٢٤ ساعتوکې  امنيتي ځواکونو  د زابل ولايت  د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د لالي کلي په مربوطاتوکې يو لړ محاربوي او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يو تن بل يې تپي شو چې په وژل شويو کسانو کې څلور تنه بهرني اتباع هم شامل دي .
دغه راز د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د دوه لارې په ساحه کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته