اقتصاد

دقندهار دپاسپورت د ادارې عوايد زيات شوي دي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٢ :
دقندهار ولايت  دپاسپورت  دادارې عوايد زيات شوي دي.
تيره اوونۍ  ددغې ادارې  نږدې  يوسلوپنځوس زره افغانۍ عوايد درلودل  خو دغه شمير  په روانه اوونۍ کې دوه سوه زرو افغانيو ته رسيدلى دى.
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر  رحمت الله اطرافي په يوه خبري غونډه کې وويل  چې په روانه اوونۍ کې دوى  خلکوته دپاسپورت  دويشلو له پلوه نږدې  دوه سوه زره افغانۍ عوايد راټول کړي دي .
په داسې حال کې چې تېره اوونۍ دغه شمير يوسلو پنځوس زره افغانۍ وې .
دپاسپورت دغوښتوونکو دشمير زياتوالى او دعوايدو په راټولولو کې  ښه مديريت  دقندهار دپاسپورت دادارې  دعوايد دزياتوالي علتونه بلل شوي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته