خبرونهامنیتTOP

د جمهوررئیس په مشرۍ د امنیتي سوق او ادارې غونډه جوړه شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۷مه/ باختر

د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د امنیتي سوق او ادارې غونډه په کورنیو چارو وزارت کې ترسره شوه.

په پیل کې جمهوررئیس غني د بادغیس او غزني والیانو او د قول اردو او لواګانو قومندانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

وروسته یې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو سره د امنیتي سوق او ادارې غونډه کې د هیواد د امنیت د تامین په اړه د دوی پلانونه او برنامې واورېدې او په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته