Uncategorized

د هلمند څلورو ولسواليو ته لمریزه برېښنا برابره شوه

کابل، د غوایي ۲۸مه، باختر
هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د تأمیناتي چارو معاونیت اړوند د تعميراتو مديريت له لوري په نادعلي، مارجې، ګرمسېر او نوزاد ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني باختر آژانس ته وویل، چې دغه پروژه د کورنيو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه ۷۶۷ زره او ۲۵۰ افغانۍ په لګښت پلې شوې ده.
د نوموړي په خبره د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري، د هلمند ولايت هغه ټولې ولسوالۍ چې د برېښنا د نه شتون سره مخ دي برېښنا ورته برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته