کابل/ باختر دثور ١٧:
د هېواد په بېلابېلو سيموکې درې ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتوساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ډار اچوونکو پرخلاف ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د اتو تنو داعشيانو په ګډون درې ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يو تن بل ټپى شو .
دغه عمليات چې د توپچي او هوايي قوتونو ملاتړ ور سره و، د ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، غزني، قندهار، روزګان، بادغيس، غور، کندز، فارياب، سرپل، تخار، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول .
د يوبل خبرله مخې:
ډار اچوونکو د نورستان ولايت د وانت وايګل په ولسوالۍ کې په امنيتي ځواکونو د بريد نيت درلود.
دغه بريدونه د دفاعي ځواکونوله خوا شنډ کړى شول او ډار اچوونکو ته د سر دروند زيان واوښت .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې لوا په مشرۍ د هوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ د دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا د نورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه ګډ محاربوي عمليات دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل