امنیت

دميدان وردګو ولايت د امنيې قوماندانۍ نوې ودانۍ پرانيستل شوه

کابلباختر دسنبلي٢٣
دميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندانۍ نوې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .
دغه ودانۍ د امريکا د متحده ايالاتو په مرسته د اتو مليونو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د ميدان وردګو له ولايت څخه د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه ودانۍ څوارلس بلاکونه لري او له دې جملې څخه دوه دوپوړيز بلاکونو د ضروري ملحقاتو دانترنيټ له سيستم ، روغتون اود ښځينه پوليسو لپاره جلا برخې لري.
ددغې ودانۍ دپرانيستلو په مراسمو کې د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي، په ميدان وردګوکې دپوليسو دهمغږۍ قوماندان جنرال نواب خان او د ولايت سرپرست برخه لرله.
ويل کيږي چې ددغې ودانۍ په بشپړيدو سره په دغه ولايت کې د پوليسو امنيتي او اداري ستو نزې هم حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته