کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢١ :
په پنجشيرولايت کې د اوبو د يو بند په جوړولو سره به دوه زره کورنۍ د څښاک له اوبو څخه ګټه واخلي .
د پنجشير ولايت د کرنې رئيس عبدالمحيط وزيري دباخترآ ژانس خبريال ته وويل دغه بند چې ددغه ولايت په عنابې ولسوالۍ کې جوړيږي پنځه کيلومتره اوږدوالى او دوه متره سور لري .
ده وويل: دغه بند ټاکل شوى دى تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې دکرنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د يوولسو مليونو افغانيو په لګښت جوړشي.
ده څرګنده کړه: داوبو ددغه بند په جوړولو سره دوه زره کورنيو ته د څښاک داوبو په برابرولو سربيره يو زرو دوه سوه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ