سیاست

دافغان مهاجرينو په وړاندې دپاکستان نوى سياستونه.

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
دپاکستان کابينې دسه شنبې دورځې په غونډه کې دافغان مهاجرينو دموضوع په باب خپل نوى سياستونه تصويب کړل چې دمهاجرينو دستنولو لپاره دپاکستان نوى ګام شميرل کيږي.
دهغو تصميمونو له مخې چې ددغه هيواد دصدراعظم نواز شريف په مشرى د پاکستان په کابينه کې ونيول شول يو ځل بيا ټينګار شوى دى چې له ويزې پرته پاکستان ته دافغانستان داتباعو هر راز راتګ منع شوې ده.
دپاکستان دحکومت دتصميم له مخې هغه افغان مهاجرين چې دمهاجرت معتبرسندونه لري او نومونه يې دقانوني مهاجرينو په لست کې ليکل شوي د ي د روان ميلادي کال تر پاى پورې وخت لري چې له پاکستان څخه ووځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته