کابل باختردزمري دمياشتې لومړۍ نيټه :
لس تنه وسله وال مخالفين نن سهار په لوګرولايت کې ووژل شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين د هغه ماين د چاودنې له امله ووژل شول چې ددغه ولايت د مرکز بابوسو کلي په يوه جومات کې د هغه په جوړولو بوخت وو.
ده زياته کړه چې وژل شوي کسان د ميرعلم او په جواد مشهور د موسی جان د ډلې غړي وو.
پاى ذکرالله