فرهنګ

د ديجيتلي ټلويزيوني شبکو د خدمتونو د تنظيم مقرره بيا کتل کيږي

کابل باختر دوري اوومه :
د ديجيتلي ټلويزيون شبکې د خدمتونو د تنظيم د مقررې  د طرحې  د بيا کتنې کميټې غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين سيد آقا  حسين فاضل سانچارکي په مشرۍ جوړه شوه.
  د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه غونډه د مخابراتو، عدليې او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارتونو، د اترا ادارې او د راډيو-ټلويزيونونو د اتحادېې د استازو په ګډون جوړه شوه .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين څرګنده کړه چې د ديجيتلي ټلويزيوني شبکې د فعاليت د تنظيم د مقررې طرحه د تېرکال په لومړۍ نيمايي کې د قوانينو په کمېټه کې وڅيړل شوه او تصميم ونيول شو چې دغه طرحه يوځل بيا د اطلاعاتو او فرهنګ او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارتونو له خوا د اړوندو ادارو د استازو په ګډون بيا وڅيړل شي او د عدليې وزارت ته وليږل شي .
  ده زياته کړه چې د ديجيتلي ټلويزيون شبکې د خدمتونو د تنظيم د مقررې  د لګولو هدف په ملي او نړيوالو معيارونو د پروګرامونو خپرول،  له يوه چينل څخه د ټلويزيونيشبکو سمون او همغږۍ او د ديجيتلي ټلويزيوني شبکو د نشراتي فعاليتونوڅيړنه او څارنه ده .
د ديجيتلي ټلويزيوني شبکې د خدمتونو د تنظيم د مقررې طرحه په څلورو فصلونو او يوديرشو مادوکې  برابره شوې ده چې  د نننۍ غونډې برخه والو ددغې مقررې د يوشمېرمادو په باب خبرې او بيا کتنه وکړه او په دې برخه کې خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته