ايرنا باختر دتلې دمياشتې ٢٠ نيټه :
دسوريې په لويديځ کې دالانبار ايالت په هيت ښارکې په يوه چاودنه کې اووه تنه ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
دالسومريه نيزو دخبري آژانس دخبرله مخي ؛ د عراق دکورنيو چارو وزارت اعلام وکړ چې ځانمرګي يرغلګر دالانبار ولايت د هيت ښار په يوه قهوه خانه کې په ننوتلو سره ځان وچاوه .
سرتيپ سعدمعن زياته کړه دغه پيښه دهيت ښار په الدواره سيمه کې رامځته شوي ده .
دالانبار ولايت کله ناکله په بمونو بارموټرو او دځانمرګو واسکټونو د چاودنو ډګردى چې زياتره امنيتي ځايونه پکې په نښه کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ