امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان په پروان کې ونيول شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان چې غوښتل يې په پروان ولايت کې يو ښوونځى وچوي؛ د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
پوليس وايي: دغو طالبانو يوه اندازه چاوديدونکي توکي د بګرام ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې ځاى پرځاى کړي او هغه وچوي.
دپروان د والي ويندوى وحيد صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو دوه تنه طالبان چې غوښتل د دغه ولايت دبګرام ولسوالۍ د غلام علي په سيمه کې يو ښوونځى وچوي؛ ونيول.
صديقي وايي: دغو طالبانو د شپه په تورتم شل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په دغه ښوونځي کې ځاى پرځاى کړي و چې د سيمې د خلکو په همکارۍ وپيژندل شول او د پوليسو له خوا ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته