سیاست

احمد علي افتخاري ځوانانو ته دکاري فرصتونو برابرول دټولو دولتي ادارو مسووليتونه دي .

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
دکار ، ټولنيزو چارو  ، شهيدانو او دمعلولينو  وزارت وياند  وايي چې ځوانانو ته  دکاري فرصتونو برابرول  دټولو دولتي ادارو  مسووليتونه دي . 
  په دې وروستيو وختو کې  دملګروملتو دسازمان  دوګړو صندوق يو رپوټ  خپور کړ  چې په هغه کې  ويل شوي دي  چې  افغانستان په نړۍ کې  دويم هيواد دى چې زيات شمير وګړي يې  ځوانان دي .
  خو  دغو ځوانانو ته دکار زمينه برابره نه ده .
  محمد علي افتخاري  دباختراژانس  له خبريال سره په خبرو کې وويل :  چې په هيواد کې دوزګارو کسانو دقيق شمير  څرګند نه دى خو ويې ويل  چې زياتره ځوانان  دکار دنشتوالي او وزګارتيا له امله  کړيږي .
  افتخاري  وويل  چې  دکار ، ټولنيزو چارو شهيدانو او دمعلولينو وزارت  دکار دپيداکولو او دکاري  ستندردونو او دهغو دڅيړنې دقوانينو  دجوړولو په برخه کې مسووليت لري .  خو ځوانانو ته  دکاري فرصتونو  په برابرولو کې  نورې دولتي ادارې هم مسووليت لري  چې بايد په دې برخه کې له موږ سره  همکاري وکړي
علي افتخاري  وويل  چې دناامني  ستونزه  او اقتصادي  ناخوالي  ددې سبب شوي دي  چې په هيواد کې  کاري فرصتونه  کمښت ومومي او زياتره ځوانان  او آن  دزده کړې خاوند کسان  وزګار پاتې شي .
  ده وويل  په تيرو وختونوکې دهيواد  دتحصيلي موسسو فارغانو ته  ددغه وزارت له لارې  دکار زمينه برابريده . او هرې ادارې  دخپلو بشري  قواوو تش بستونه  دغه وزارت ته  ليږل . او ددولتي ادارو  دتشو بستونو له مخې  په شرايطو برابر  کسان  دغو بستونو ته  معرفي کيدل . خو اوس دغه وزارت  دغه صلاحيت نه لري . او داوطلبان  داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  دخپلواکې ادارې  له لارې  په ازادې  سيالۍ سره  په کار ګومارل کيږي .
   افتخاري څرګنده کړه  په افغانستان کې دهغو وزګارو ځوانانو  کره چې  دملګروملتو دسازمان  دوګړو دصندوق  له خوا خپور شوى دى  اعتبار نه لري . ځکه لاتراوسه پورې  دهيواد دټولو وګړو کره شمير څرګند نه دى . او په دې برخه کې  دملګروملتو دسازمان  دوګړو  دصندوق له خوا  سروي نه دى شوى .
افتخاري څرګنده کړه چې  دهيواد ځوانانو ته کار موندل او دکاري فرصتونو برابرول  دټولو دولتي ادارو  مسووليتونه دي  او بايد په دې برخه کې  دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او دمعلولينو  له وزارت سره همغږي  اوهمکاري وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته