ښوونه او روزنه

دترکمنستان جمهور رييس افغان محصلانو ته يو اويا نوي بورسونه منظور کړل

کابل باختر د تلي دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  پرون په نيويارک کې دملګروملتو  دسازمان دعمومي  اسامبلې ديو اويايمې  غونډې تر څنګ دترکمنستان دبهرنيو چارو له وزير رشيد مرادوف سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو او عامه  اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دترکمنستان له خوا افغان محصلانو ته دتحصيلي بورسونو دورکولو له امله قدرداني وکړه او ددغو بورسونو دزياتوالي غوښتنه يې وکړه .
ده دافغانستان لپاره دبروکسل کنفرانس  داهميت په باره کې خبرې وکړې او په لوړه کچه په دې کنفرانس کې  دترکمنستان دهيئت دګډون غوښتنه وکړه وروسته دترکمنستان دبهرنيو چارو وزير څرګنده کړه چې ددغه هيواد جمهور رييس په دې وروستيو وختو کې ديوه فرمان په صادرولو سره په درې څلويښتو پخوانيو بورسونو سربيره دتيلو او پتروليم انرژۍ او کرنې په څانګو کې افغان محصلانو ته يو اويا نوي تحصيلي بورسونه منظور کړي دي .
ده دغه راز په بروکسل کنفرانس کې دخپل ګډون ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې دافغانستان او ترکمنستان ددوه اړخيز امنيتي کميسيون دغونډې دجوړولو لپاره به په نږدې راتلوونکې کې کابل ته سفروکړي  .
ددغې کتنې په دوام دواړو لورو دتاپي پروژې په باب هم خبرې وکړې او دهغې دکار دپرمختګ دڅرنګوالي له امله يې خوښي څرګنده کړه .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته