سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په دوه اړخيزې او څو اړخيزې ګټې سره به تجارتي راکړه ورکړه د سيمه ييزو همکاريو د ودې سبب شي

کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر
د دوه اړخيزو او څو اړخيزو ګټو پر بنسټ تجارتي راکړه ورکړه د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سياسي اړيکو د پراختيا لپاره يو اصل دى، هغه اصل چې اسلامي امارت ورته ژمن دى.
د باختر آژانس مبصر ليکي: د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت يو خبر ځاى وايي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د دغه هېواد يو تجارتي پلاوى کابل ته راغلى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په راکړه ورکړه کې آسانتياوو برابرولو او د ترانزيتي مسئلو په اړه د افغانستان لوري سره خبرې وکړي.
دغه سفر ټيک هغه وخت شوى، چې له افغانستان څخه بهر ته د دغه هېواد د ډبرو سکرو صادرات د خصوصي سکتور له خوا زيات شوي او د افغانستان د ماليې وزارت د سون د دغه توکي د نړيوالې بيې له پام کې نيولو سره د هغه د ګمرکي تعرفي بيه زياته کړې ده. ويل شوي، چې کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر يوه اجنډا د اسلامي امارت د مقاماتو له لوري د ډبرو سکرو د بيي کمښت دى چې د پاکستان د برېښنا د توليدولو بټۍ د ډبرو سکرو ته سخته اړتيا لري، په تجارتي معاملو کې د افغانستان اسلامي امارت لپاره يوازې د سون د يوې مادې د صادراتو څرنګوالى هغه هم يو ټاکلي هيواد ته د خبرو وړ نه دى، افغانستان د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره د تجارتي او اقتصادي هر اړخيزو اړيکو غوښتنه کوي، په دغه شان اړيکو کې د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزې او څو اړخيزې ګتې، انډوليزه سوداګري او په دغه شان اړیکو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ګټو، متوازنې سوداګرۍ او د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي تاسیساتو او آسانتیاوو د یو شان ګټې اخيستنې خبره ده. د افغانستان د مشرانو په نظر د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د کار موندنې لپاره زمنیه برابروې، بې وزلي راکموي او د هېوادونو ترمنځ د باور او اعتماد فضا رامنځته کوي.
افغانستان د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ګټو سره د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي او په دغه شان اړیکو کې د انحصارګرۍ خلاف دی او په همدې فکر یې په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ پلاوي هرکلی وکړ او د اسلامي امارت پلاوی هم څه موده وړاندې پر ورته موضوعاتو د خبرو لپاره تاشکند ته تللی و. د مرکزي او جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنح د افغانستان د سياسي جغرافيي ځانګړتياوې تل د سيمې د اقتصادي هدفونو د پرمخ بيولو لپاره بل القوه زمينې برابرې کړې دي او افغانستان هم په خپل وار د ټاپي، کاسا- ١٠٠٠ او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ د غځولو په ګډون د سترو اقتصادي پروژو لپاره رغنده تعامل لري او هلې ځلي يې کړي دي، چې د سيمي او له سيمي بهر هېوادونو د نښلولو او د دغه هېوادونو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره مثبت او فعال رول ولري، د دوه اړخيزو او څو اړخيزو اقتصادي اړيکو د ودې او پراختيا ترڅنګ افغانستان له نورو هېوادونو سره د تجارتي راکړې ورکړې او رغنده تعامل لپاره د نړۍ له اقتصادي بنسټونو سره د همکارۍ په لټه کې دی، دغه ټولې هلې ځلې په يو محور کې خلاصه کيږي ” ګټه او متقابله ګټه” نن زيات شمېر هېوادونه هلې ځلې کوي چې د افغانستان له زېرمو ګټه واخلي، زموږ ترانزيتي تګلورى يې د سيمې بازارونو ته د رسېدو لپاره لنډه او آسانه لاره موندلې ده او له هغو نورو آسانتياوو څخه چې افغانستان د سوداګرۍ او د اقتصادي همکاريو د ودې او پراختيا لپاره رامنځته کړي دي ، ګټه واخلي.
اسلامي امارت د هېواد په طبيعي منابعو د پانګي اچونې او د نورو پانګونو په لاره کې د هر قانوني حرکت هرکلى کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان سوداګر او صادروونکي د ترانزيتي تګلورو په موندلو کې ستونزه لرله او د فصلي مېوو په صادرولو کې تل له ستونزو سره مخ و.
د سيمي او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه به هغه وخت وده وکړي چې د متقابلې همکارۍ مفکوره پياوړې شي او په راکړه ورکړه کې دوه اړخيزه او څو اړخيزه ګټه رعايت شي او سوداګري بايد انډوليزه وي، ښايي يو شمېر کسان په دې باور ولري چې د افغانستان صادراتي اقلام کم دي او زياتره توکي له بهره واردوي، نو څه ډول کولاى شي انډوليزه سوداګري ولري؟
په دې اړه بايد وويل شي، که چيري افغانستان د سيمې له هېوادونو سره د انډوليزو صادراتو او وارداتو وس او توان نه لري خو حق لري چې ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره په خپلو تجارتي او ترانزيتي راکړه ورکړه کې خپل قوانين له افغانستان سره انډوليز کړي، په داسې حال کې چې افغانستان د نورو هېوادونو له ترانزيتي تګلورو څخه د استفادې په برخه کې له فشارونو سره مخ و.
هيله ده چې کابل ته د پاکستاني پلاوي دغه سفر وکولاى شي، چې د افغانستان د صادراتي مالونو په تېره بيا د فصلي مېوو صادراتو ته د ډيورند کرښي اخوا لازمې آسانتياوې برابرې کړي او دغه هېواد ته د افغانستان صادرات او د دغه هېواد صادرات افغانستان ته له دوه اړخيزو ګټو سره يو ځاى وي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته