ټولنه

يوې ميرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ

ترینکوټ باختر د لیندۍ د میاشتې ۱۴ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه يوې مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ځايي چارواکو په وينا وژل شوې مېرمن څو کال مخکې د قابلې په توګه دنده ترسره کوله او اوسمهال يې له شاوخو يو نيم کال راهیسې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.
دوی وايي اته ويشت کلنه شاه ګله د دريو ماشومانو مور وه چې د خپل خاوند له لوري په چاړې سره حلاله شوې او وژل شوې ده.
د روزګان د لومړۍ حوزې امر ډګروال دل آغا د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې وژل شوې مېرمن په خپل کور کې د خپل خاوند له خوا په چاړې سره حلاله شوې ده او وژل شوې ده.
هغه د دغې وژنې لامل کورنی تاوتريخوالی په ګوته کړ او زیاته يې کړه چې د وژل شوې مېرمن او خاوند ترمنځ دوه ورځې وړاندې هم لفظي شخړه شوې وه،چې هغه وخت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت له خوا بېرته حل شوې وه.
ډګروال زیاتوي چې قاتل د خپلو دريو ماشومانو سره له سيمې په تېښته بریالی شوی،خو امنيتي ځواکونو پلټنې پیل کړي،څو د قانون منګلولو ته يې وسپاري.
د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي هم مني، چې د یوې میرمنې مړی په داسې حال کې ور وړل شوی، چې مرۍ يې په چاړې سره پرې شوې وه.
د يادونې وړ ده چې له تېرې يوې میاشتې راهيسې په روزګان ولایت کې د ميرمنو د وژنو دا څلورمه پېښه ده چې د خپل خاوند له خوا وژل کېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته