سیاست

جمهورئیس غني: د افغانستان امنیتي ځواکونه به د سوک ځواب په سوک ورکړي

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١١ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن د هرات ولایت ته سفر وکړ او د ظفر قول اردو له منسوبانو سره یې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبانو ته په خطاب کې وویل چې د افغانستان هره ښځه، نارینه او ماشوم پر تاسو اتلانو ویاړي. ستاسو اقدامات د ملت له خوا د ستاینې وړ دي او ستاسو په ځواکمنۍ باور لري. زه ستاسو له حالت څخه په دوامدار ډول خبر اخلم.
جمهور رئیس غني وویل چې موږ باید په وسله وال پوځ کې د ستاینې فرهنګ عام کړو او موږ ټول ستاسو په خدمت کې یو او د تاسو ملاتړ کوو. د وسله وال پوځ هر منسوب چې اتلولي وکړي؛ هغه به وستایل شي.
ده وویل چې ټول ملي امکانات به د ملي او امنیتي ځواکونو د خدمت او له هغوی څخه د ملاتړ لپاره ولګول شي، ترڅو په هېواد کې تل پاتې او عزت لرونکې سوله چې زموږ هدف دی، تامین شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: دغه جګړه ځکه پر موږ تپل شوې ده چې موږ له کمزوري موقف څخه مذاکره وکړو، خو د افغانستان دولت او ملت به هیڅکله هم له کمزوري موقف څخه مذاکره ونه کړي ځکه چې زموږ موخه د اسلام د مقدس دین او د اساسي قانون د ارزښتونو ساتنه ده.
ده وویل چې زموږ زړور امنیتي ځواکونه به د سوک ځواب په سوک ورکړي، زموږ پر کلک هوډ باید څوک شک ونه کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد  امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې موږ ټول په یوه غږ ستاسو د ملاتړ لپاره ولاړ یو او زموږ ترمنځ هیڅ ډول سیاسي اختلاف وجود نه لري.
ده زیاته کړه: د هېواد په کچه څلور زره دیني عالمانو د افغانستان د وسله وال پوځ ملاتړ کړى او کوي یې. موږ د سربازانو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې په جګړه کې ټپیان شوي دي؛ په دوامدار ډول پوښتنه کوو، د هغوی د درملنې لپاره له هیڅ ډول امکاناتو څخه ډډه نه کوو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني ډاډ څرګند کړ چې اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې ده چې د شهیدانو اکرامیه دوه برابره زیاته کړي او همدا راز ټپیانو ته چې پخوا په کومه اندازه پیسې ورکول کېدلې؛ هغه دې هم دوه برابره شي.
ده همدا راز ډاډ څرګند کړ چې له دې وروسته به د وسله وال پوځ منسوبان د بست له په پام کې نیولو پرته په فوق العاده ډول ترفیع کوي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د افغانستان د خلکو دښمنان د هېواد د شمال د ولایتونو د نا امنۍ په خاطر د دې لپاره هڅه کوي چې زموږ د اقتصادي پروژو د پلي کېدو مخه ونیسي .
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې زه هره ورځ د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره کار کوم ترڅو دغه ځواک لا پیاوړی کړو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته