امنیت

دناټو يو عسکر په افغانستان کې ووژل شو.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٦:

دناټويو عسکر نن دافغانستان په ختيځ  کې ووژل شو .

دغه عسکر چې هويت يې نه ده افشاشوي  دجګړه ماروطالبانو دبريد په نتيجه کې وژل شوى دى .

ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ددغه عسکر وژل تائيدکړ خودهغه دهويت اودپيښې ددقيقې سيمې په باب يې څه دي ويلي .

داپه داسې حال کې ده چې پرون هم دناټويوعسکر دافغانستان په جنوب کې ديوې چاودنې له امله ووژل شو.

ددغه عسکر په وژل کيدوسره په افغانستان کې دروان ميلادي کال په بهيرکې دناټو دځواکونو دسردزيان شمير ددوه سوه تنو له پولى څخه واوښت.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته