کابل – باختر د ثور دمياشتې ٧
په بادغيس ولايت کې پرون دامنيتي ځواکونو دپوځي عملياتو له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دبادغيس ولايت امنيه قوماندان آمر شاه خان دباختر آژانس خبريال ته وويل:- په دغو پوځي عملياتو کې چې د قاري زردک په سيمه کې ترسره شول دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه دغه راز په دې نښته کې يو پوليس شهيد او يو تن بل يې ټپي شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ