امنیت

ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل-  باختر د کب اته ويشتمه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو تيره شپه ددغه ولايت دچارچينو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددوى په  پټنځي کې دافغان او ناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول .
دچارچينو ولسوالۍ دپوليسو يو مسوول باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په ځينو امنيتي پوستو دوسله والو بريدونو نيت درلود چې بريد پرې وشو او ووژل شول
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو پوځيانوپه لسګونو جنګي وسايل او څه ناڅه درې سوه  کيلوګرامه چاويددونکي توکي ترلاسه کړي دي .
ناټو ديوې خبرپاڼې  په خپرولو دغه خبر تاييد کړ او وايي چې دغو طالبانو ديو لړ تروريستي بريدونو دسازمان ورکولو نيت درلود په همدې حال کې ناټو ديوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره په فارياب ولايت کې ددريو تنو وسله والو طالبانو دنيول کيدو خبر ورکړ .
دغه وسله وال طالبان له افغان پوځيانو او دناټو له ځواکونوسره دجګړې  په بهير کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته