ورزش

دافغانستان او سکاتلند دکرکټ دټيمونو ترمنځ لوبه دباران د اورښت له امله وځنډول شوه .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٥
دافغانستان او سکاتلند دکرکټ دملي ټيمونو ترمنځ لوبۀ داورښت له امله وځنډول شوه .
ددغو ټيمونو ترمنځ لومړنۍ لوبه پرون په سکاتلند کې پيل شوه .
دباختر آژانس دخبرله مخې: لومړى دسکاتلند ټيم توپ اچونه پيل کړه او د هيواد دکرکټ ملي ټيم په اووه څلويښتم اورکې دڅلورو لوبغاړو په سوځيدو سره دوه سوه درې اتيا منډې کړې وې خو د اورښت له امله دغه لوبه وځنډول شوه.
په دې لوبه کې دهيواد دکرکټ دملي ټيم دوو برياليو څيرو نجيب ځدران او رحمت شاه زياتې منډې جوړې کړې چې نجيب ځدران نهه اتيا منډې او رحمت شاه سل منډې ترسره کړې.
اروپا ته دهيواد دکرکټ دملي ټيم دسفر په پروګرام کې دسکاتلند له ټيم سره دوه پنځوس اوريزه لوبه ، دايرلند له ټيم سره پنځه پنځوس اوريزه لوبه او يوه څلور ورځنى لوبه دهالند له ټيم سره شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته