امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول .

کابل باختر دوږي شلمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فراه ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ  دلومړى لمبر  لوى لارې  دحاجي نعيم ګولايي په سيمه کې  په امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
باهر وويل چې طالبان دسردزيانونوپه زغملو سره له ساحې څخه وتښتيدل .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته