امنیت

په سمنګانوکې په لسګونو جنګي وسايل داياک ته وسپارل شول

کابل /دوږي ١١مه /باختر :
په سمنګانوکې دوه پنځوس ميله وسلې نن دوسلو د راټولولو پروګرام ته وسپارل شوې .
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول څارمن منير رحيمي باختراژانس ته وويل چې درې کلاشينکوفونه، درې مشکوش ټوپکونه،١٤ چره يي ټوپکونه، دوه پپشې، او شپږ ويشت تومانچې په تېرو شپږومياشتوکې  د پوځيانوپه عملياتوکې له غير مسوولو وسله والو کسانو څخه راټول شوي و چې د وسلو د راټولولو پروګرام ته وسپارل شو.
ويل کېږي پوليسو ٤٠ تنه د دغو وسلو د ساتنې په اړوند نيولي دي.
په سمنګانو کې د داياک پروګرام له پيل څخه تراوسه پورې يوزرو پنځه سوه سپکې اودرندې وسلې اوپه لسګونه ټنه مهمات راټول اوداياک ته سپارل شوي دي.
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته