امنیت

دوه تنه طراحان او يو ځانمرګى بريدکوونکى په بغلان کې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
يو ځانمرګى بريدکوونکى او د ځانمرګو بريدونو دوه تنه طراحان په بغلان کې ونيول شول.
يوه سيمه ييز خبريال باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د بغلان والي عبدالستار بارز پرون په يوه خبرې ناسته کې رسنيو ته وويل : دملي امنيت منسوبينو يو ځانمرګى بريدکوونکى او دوه تنه طراحان چې د تروريستي بريدنو د ترسره کولو په مقصد کندز ولايت ته تللى و؛ د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول .
بارز، دغه کسان د کاپيسا ولايت د اوسيدونکي جايد او صديق او د ننګرهار ولايت د اوسيدونکى محمد ابراهمي په نومونو ياد کړل او ويې ويل چې دغه کسان د ډيورند له کرښې اخوا څخه د تروريستي بريدونو د ترسره کولو لپارد  يو سازمان ورکوونکى ملا ملک له خوا استول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته