امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دولسوالۍ معاونيت لپاره نومول شوى سړى ووژل شو.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دپروان ولايت دشينواري ولسوالۍ دمعاونيت لپاره نومول شوى سړى دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
په غوربند دره کې دعامه نظم دپوليسو قوماندان محمد هارون مبارز دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو د ډلې دغه جګپوړى غړى تيره شپه کله يې چې غوښتل په شينواري ولسوالۍ کې دپوليسو په پوستې بريد وکړي دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
مبارز دغه راز زياته کړه چې مولوى نعيم دامنيتي ځواکونو له خوا دشينوارى ولسوالۍ په اشتر سيمه کې کلابند شو چې له امله يې دى په خپله ووژل شو او درې تنه افراد  يې ټپيان شول، مبارز وايي چې دوسله والو طالبانو دډلې ددغه جګپوړي غړي يوه زياته اندازه تجهيزات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په مولوي نعيم په غوربند دره کې دپوليسو په پوستو دبريد په پلان جوړولو هم تورلګول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته