ټولنه

په هلمند کې ۷۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

لښکرګاه/دسلواغې۳مه/باختر
د هلمند په لښکرګاه ښار کې د نویو ښوونکو ښارګوټي ۷۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د هلمند والي محمد یاسین خان د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د برېښنا ادارې په لښکر ګاه ښار کې د څه د پاسه لس میلیونو افغانیو په لګښت پروژه پلې کړه.
سرچینه زیاتوي چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره د نویو ښوونکو په ښارګوټي کې ۷۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پراخو اوبو له شتون سره سره لا هم پرته له لویو ښارونو نور خلک برېښنا نه لري.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته