امنیت

دطالبانو په صحرايي محکمه کې په ډزو سره ديوې ځوانې ښځې وژل کيدل

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
وسله والو طالبانو په بادغيس ولايت کې په يوه  صحرايي محکمه کې يوه  ځوانه ميرمن  په ډزو سره ووژله .
عزيزه دخپل لومړي ميړه دشکايت له مخې دوسله والو طالبانو له خوا ونيول شو او د بادغيس ولايت د ابکمري  په  ميده قول کلي کې دلسګونو تنو کليوالو دسترګو په وړاندې  په ډزو سره ووژل شوه .
دغه ځوانه ميرمن  لومړى له يوه سړي سره ګوژدنه  شوه او په ښکاره يې له هغه سره واده وکړ خو دلنډې مودې  له تيريدو وروسته له هغه څخه جلا او درې کاله مخکې يې له بل سړى سره واده وکړ .
درارسيدلو خبرونوله مخې  دعزيزې لومړي ميړه له څو کلونو وروسته له ايران څخه هېواد ته راستون شو او له هغې څخه يې  طالبانو ته شکايت وکړ او دسيمې طالبانو سره له دې چې عزيزه له خپل  لومړي ميړه څخه په رسمې ډول  جلا شوې وه او په شرعي توګه يې له بل سړي سره واده کړى و له ميړه څخه يې دبيلتون  امر وکړ او دغه کړيدلې او ځوريدلې ميرمن دمجبوريت له مخې له خپلو دوو ماشومانو سره دخپل پلار کورته ستنه شوه .
په بادغيس ولايت کې يوې سيمه ئيزې سرچينې دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طآلبانو دغه ځوانه ميرمن وړمه شپه ددې دپلار له کور  څخه په زور  څخه وايستله او دکلي دخلکو دسترګو په وړاندې يې په ډزو سره ووژله .
خبرځاى زياته کړه دهغو کسانو هويت چې دغه ميرمن يې په صحرايي محکمه کې  محاکمه کړې ده څرګند نه دى
په همدې  حال کې ددغې ميرمنې وژل کيدو دبادغيس  دخلکو ترمنځ تند غبرګونونه  راپارولي دي .
دبادغيس ولايت دمرکز قلعه نو خلک دوسله والو طالبانو دغه اقدام  داسلامي لارښوونو پرخلاف بولي او له حکومتي مقاماتو څخه غواړي چې ددغې ښځې دوژل کيدوعاملان وپيژني او ويې نيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته