اقتصاد

جعلي نوټونه او دخلکو انديښنې.

کابل  باخترد  وري  دمياشتې  ٣ :
يوشمير صرافان دهيواد په بازارونو کې دجعلي نوټونو درواجولو په نسبت انديښنه څرگندوي  اوله امنيتي  مقاماتو څخه  غواړي چې ددغه شان نوټونو دوارداتو مخه ونيسي .
دباختراژانس دخبرله مخې،  په دې وروستيو وختو کې  دهيواد بازارونو ته دجعلي نوټونو واردول  دخلکو او دهيواد د تجارتي ټولنو ترمنځ دانديښنو دزياتوالي سبب شوي دي .
دغه ستونزه  زياتره  په هغو سرحدي ولايتونو کې  چې له پاکستان اوايران سره ګډه پوله لري  محسوسې دي.
دکابل ښار دصرافانو داتحاديي رييس نجيب الله  اختري په دې باب دباختراژانس  خبريال ته وويل،  په شهزاده سراي  اوداسعارو دراکړې ورکړې په نورو مارکيټونو کې دجعلي نوټونو دتبادلې ستونزه نشته  خودغه ستونزه له بازار څخه بهر په ولايتونو  او په تيره بيا په هغو ولايتونو کې چې له ايران  اوپاکستان سره  پوله  لري شته .
ده زياته کړه: دبهرنيو هيوادونو استخباراتي کړۍ دډالرو ، افغانيو او هندي کلدارو دجعلي نوټونو په چاپولو سره غواړي چې  په هيواد کې پولي ثبات  ګډوډ کړي . دى هغو مواردو ته اشاره کوي چې  په کابل کې امنيتي ځواکونه  دجعلي نوټونو په کشفولو بريالي شوي دي.
نجيب الله اختري  زياته کړه چې د جعلي نوټونو درواجولو  ستونزه  په سرحدي ولايتونو  په هغه ځاى کې  چې اوسيدونکي يې زياتره  دګاونډيو هيوادونو په پيسو تجارتي  راکړه ورکړه  کوي اوله افغاني نوټونو سره لږ بلدتيا لري رامنځته کيږي.
ده تائيدکړه، دوه سوه اويازرو ډالرو جعلي نوټونو چې په ايران کې  چاپ شوي دي په کابل کې کشف  شول .
دغه راز دپاکستان استخبارات  دهندي کلدارو دجعلي  نوټونو  اودزر افغانۍ اوپنځه سوه  افغانيګي  نوټونو په چاپولو لاس پورې کړي دي .
دکابل  دساحوي زون   دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دکشف اوتحقيق رييس  جنرال محمدظاهر د کابل  په بازار ونو کې  دجعلي  نوټونو چلند څرنګه  چې ادعا کيږي  نه پوهيږي  .
ده دباختراژانس  خبريال ته وويل،  دجعلي نوټونو دتبادلى  په اړوند قضيې ليدلى  شوي دي  چې عاملين يې نيول شوي اوعدلي اوقضايي  مرکزونو ته معرفي شوي دي  خو دغه قضيې په ټيټه کچه دي  او زياتې پيسې نه احتواکوي.
دمرکزي بانک رييس نورالله دلاوري  په  هيواد کې دجعلي نوټونو  رواجولوپه باب  دباختراژانس خبريال ته وويل، جعلي نوټونه له ځينو هيوادونو څخه  چې نومونه  يې نه شم اخيستۍ  دقاچاقو په ډول هيواد ته وارديږي.
ښاغلي دلاوري   وايي  جعلي  نوټونه  دوه ډوله دي  چې يو يې په نازک  کاغذ کې دى  اونقره يي  تسمه يي ډير ژر  توږل کيږي او ډير ژر تشخصيږي ، اويوبل ډول  يې ترڅو چې  دصرافي په پرمختللو ماشينونونو کې  بنفشه اشعه ورنه کړي شي نه تشخيصيږي  او هغه هيوادونه  چې په پرمختللي  تکنالوژي برلاسي  لري چاپوى  خو افغاني پيسې  دډالرو اوکلدارو په اندازه جعلي نه دي  خو دپيسو جعل کول زموږ دانديښنې سبب دي او موږ درسنيوله لارې  خلکو ته خبرورکري دي له پورتنيو  څرگندونو څخه ښکارى چې  دهيواد په بازارونو کې دجعلي نوټونو رواجول   يو بهرني  استخباراتي  پروګرام  اودپراختيا په حال کې دى که چيرې مخه يې ونه نيول شي دافغانستان اقتصاد  زيات سبوتاژ کيږي  اودا دهيواد دامنيتي او اقتصادي مرکزونو کار دى  چې دغه ستونزه په څه ډول پاى ته رسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته