امنیت

درې ويشت تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
دداعش دډلې  درې ويشت تنه غړي په ننګرهار ولايت کې  ديو لړ هوايي  او ځمکنيو بريدونو په بهير کې ووژل شول  او يوولس تنه نور يې ټپيان شول.
په دغو داعشيانو تيره شپه ناوخته دهسکې مينې ، کوټ  او داچين په ولسواليو کې بريدونه وشول.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې په دې هوايي او ځمکنيو بريدونو کې  درې ويشت تنه داعشيان په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت  وو ،. ووژل شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي ځواکونو نن سهار دننګرهار ولايت
له ګڼ ميشتولارو څخه پنځه ماينونه کشف اوشنډکړل.
ديوبل خبرله مخې ؛ پوځيان دننګرهار ولايت په دور بابا او دخوږياڼيو په ولسواليو کې دداعش ډلې له پټنځيو وڅخه دوسلو او مهماتو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته