امنیت

څلور وګړني پاڅون کوونکي په روزګان کې له طالبانو سره په جګړه کې شهيدان شول

کابل / دکب ٨مه / باختر :
له طالبانو سره په نښته څلور وګړني پاڅون کوونکي  د يرغلګرو په بريد کې شهيدان شول  او  دوه نور ټپيان شول.
دغه راز ويل شوي دي  چې په دې جګړه کې څلور نور وګړني پاڅون کوونکي بې درکه شوي دي.
پرون ناوخته  يرغلګرو د ترينکوټ بازار ته څېرمه  د وګړني  پاڅون کوونکو پر يوې پوستې  يرغل وکړ.
د روزګان  يو امنيتي مقام  باختراژانس ته وويل  چې په دې بريد کې څلور وګړني پاڅون کوونکي شيهدان شول او دوه نور يې ټپيان شول.
  هغه دغه راز  د څلورو نورو ځواکونو  بې درکه کيدل هم تاييد کړل.
ويل کېږي  په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم دسرزيان اوښتى خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې  په دې اړوند څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ يو وسله وال طالب  په روزګان کې دخپل ماين  په چاودنه کې ووژل شو.
دغه يرغلګر نن سهار  کله يې چې غوښتل د روزګان د مرکز ترينکوټ ښار په لويه لاره کې  ماين ښخ کړي  ماين پرې چاودنه وکړه.
په يوبل خبر کې ويل شوي چې پوليسو دروزګان له  ګڼ مېشتو لارو څخه د شپږو ماينونوپه کشفولو سره  ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
ختم_ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته