شبرغان باختر دزمري دمياشتې ٨ :
په جوزجان ولايت کې د طالبانو او داعش د ډلو ترمنځ د نښتې له امله اووه تنه ووژل شول .
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تېره شپه د جوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ ونښته چې له امله يې څلور تنه طالبان او درې تنه داعشيان ووژل شول.
د ترکستاني د څرګندونوله مخې: د طالبانو څلور موټرونه هم د داعش افرادو ترلاسه کړي دي.
د جوزجان د درزآب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد وويل چې اوس په سيمه کې
حالات کړکيچن دي او دواړه لوري د جګړې پراختيا ته تيارى نيسي .
د دغې جګړې په بهيرکې د سردرې په کلي کې يوه نجلۍ ټپي شوې ده.
0 1 دقیقه لوستل