کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
ټاکل شوې ده په کابل ښارکې د نجونو د فوټبال د انتخاباتي سياليو وروستۍ
پړاو دجمعې په ورځ ترسره شي .
دنجونودفوټبال کميټې مسوولې هاجرابوالفضل نن دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليو کې داستقلال او دافغان کلپ ټيمونه لوبه کوي .
دغه سيالۍ چې له دريو اوونيو راپه دې خوا دنجونو دفوټبال د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ دفوټبال فدراسيون په لوبغالي کې پيل شوې وي، په پاى کې د استقلال او افغان کلپ ټيمونو وکولاى شول ددغو سياليو وروستي پړاو ته چې دجمعې په ورځ ترسره کيږي لاره ومومي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ