سیاست

د بهرنيو چارو وزير د اقتصادي همکاريو د سازمان (ايکو) له سکرترجنرال سره وکتل

-کابل باختر د  وږي   اتلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون د اقتصادي همکاريو د سازمان (ايکو) له سکرترجنرال ابراهيم اکا سره په کابل کې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزير د هغه اهميت په باره کې چې د افغانستان حکومت يې سيمه ئيزو اقتصادي همکاريو او د سيمې پيوستون ته ورکوي؛ خبرې وکړې او د سيمې د ترانسپورت په څلورلارې او له جنوبي آسيا سره د مرکزي آسيا د پيوستون په پله د افغانستان د بدلولو په لاره کې د حکومت هلې ځلې د هېواد د بهرني سياست د يوه لومړيتوب په توګه وباله.
د بهرنيو چارو وزير په دې برخه کې د (ايکو) او د دغه سازمان پروګرامونه  ګټور او ارزښتناک وبلل . 
دغه راز د (ايکو) سکرتر جنرال وويل چې د ايکو د حوزې هېوادونه د تيلو په ګډون د انرژۍ بډاى سرچينې لري او د نړۍ بازارونو ته د هغو د ليږدونې لپاره لنډو او ارزان بيه لارې ته اړتيا ده .
ده زياته کړه چې په دې لاره کې د افغانستان جغرافيايي مقام او د ترانزيت  د انرژۍ د ليږدونې او د سيمې د پيوستون  لپاره د زمينې په برابرولوکې د هغه رول ايکو ته ځانګړى ارزښت لري .
د ايکو سکرترجنرال د پرمختيايي پروژو په برابرولوکې د دغه سازمان د ځواکمنۍ او تجربو يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې ايکو کولاى شي په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته