ښوونه او روزنه

دوکالت په ازموينه کې دحقوقو او شرعياتو دفارغانو ګډون

هرات باخترد جوزا دمياشتي٨ نيټه :

دحقوقو اوشرعياتو دپوهنځيو يوشمير فارغانو نن  په هرات کې دوکالت په ازموينه کې ګډون وکړ.

دغه ازموينه  دهيواد دمدافعو وکيلانو دخپلواکي ټولنې په وړانديز اودمدافعو وکيلانو دخپلواکي ټولنې دتعليماتو دکميټي  په منظوري دلومړۍ ځل لپاره دهيواد په لويديځه حوزه کې اخيستل شوى ده.

دباختراژانس دخبرله مخې په دې ازموينه کې دهرات دشرعياتو  اودحقوقو دپوهنځيو اووه شپيتو تنو فارغانو ګډون کړي  چې يوشمير ميرمنې هم ترسترګو کيدې.

ديادونې وړ ده  چې دهرات ولايت دهيواد يوله مهموولايتونو څخه بلل کيږي چې  په لسګونو تنه ښځينه اونارينه مدافع وکيلان په کې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته