امنیت

په افغانستان کې دداعشيانو ډير ستر مرکز دډاراچوونکو له شتون څخه پاک شو

جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
د ننګرهار ولايت  د اچين ولسوالۍ  چې په افغانستان کې  دداعشيانو ډير ستر مرکز بلل کيږي   دډاراچوونکو له شتون څخه پاکه شوه.
پوځي مقامات وايي  چې پوځيان اوس ددغې ولسوالۍ ټولې ساحې  ترخپل کنترول لاندې لري.
داچين ولسوالۍ په څو  وروستيو کلونو کې دداعشيانودشتون اوپراخ فعاليت ډګر و.
داعشيانو په دغې ولسوالۍ کې  ستر پوځي مرکزونه او دخپلو ډاراچوونکو بريدونو  دروزنې  او دسرتيرو دجلب او جذب مرکزونه  جوړ کړي  وو او له همدې  ځايه يې  ډار اچوونکي  دافغانستان نورو سيمو ته استول او دډاراچوونکو بريدونو يې پلاونه يې  جوړول .
دکوماندو دځواکونو وياندمحمدجاويد سليم دباخترآژانس خبريال ته وويل   چې دکوماندو ځواکونو دنورو پوځيانو په همکارۍ  داچين ولسوالۍ ټولې سيمې دداعشيانو له شتون څخه پاکې کړي دي.
ده زياته کړه چې دکوماندو ځواکونو نن سهار داچين ولسوالۍ د دره نوکلي ته ورسيدل  او دافغانستان دملي بيرغ يې په دغه ځاى کې ورپاوه.
دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې  دداعش  ضد عمليات کابو درې کاله مخکې پيل شول او په دې موده کې دبهرنيو وسله والو کسانو په ګډون کابو زر تنه داعشيان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته