سیاست

تبصره:

کابل –باختر دسلواغې يوويشتمه :
دناروې له هيواد سره د ستراتيژيکې همکاريو د سند لاس ليک، له افغانستان سره د نړيوال ملاتړکړۍ لاپسې پراخه کړه او په دې کاريې د تاييد مهر ولګاوه چې افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته کله چې بهرني ځواکونه له دغه هيواد څخه وځي؛ د نړيوالې ټولنې د پاملرنې په مرکز کې ځاى لري.
دباختر آژانس مبصر ليکي: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په هغه سفر کې چې په دې وروستيو وختو کې د ناروې شاهي هيوادته يې وکړ؛ د دواړو هيوادونو ترمنح يې د ستراتيژيکې همکاريو سندلاسليک کړ.
دغه سند دکابل او اسلو ترمنځ داقتصادي، سياسي او امنيتي همکاريو چوکات مشخصوي، ددغه سند له لاس ليک کيدو وروسته، د ناروې صدراعظم ټينګار وکړ چې هيواد يې په پوځي او ملکي برخوکې له افغانستان سره خپلو مرستوته دوام ورکوي.
دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي ژمنه کړې ده چې هيواد يې له افغانستان سره دناروې د مرستو په وړاندې ځان ځواب ورکوونکي بولي.
ناروې دافغانستان خلکو ته پيژندلى نوم دى. دغه هيواد کله چې افغانستان د ستره پوځ د تيري له امله په جګړه کې ښکيل و، دپاکستان په ښارونو کې د دفترونو په جوړولو سره په بېلابېلو برخوکې له افغان مهاجرينو سره مرستې وکړې او په افغانستان کې دلنډمهالې ادارې له جوړيدو وروسته يې خپلې مرستې دافغانستان په دننه کې متمرکزې کړې او د ناټو دځواکونو په چوکات کې يې په عملي توګه د نړيوال تروريزم پرخلاف جګړه کې ونډه واخيسته.
په اوس وخت کې د نارو.

يژي چرچت ، نارويژن او فوجي کتل او د ناروې سيمې په ګډون، د ناروې يو شمېر مرکزونه او موسسې دکرنې ، روغتيا او ښوونې او روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرسته کوي .
له ناروې سره دستراتيژيکې همکاريو سند لاس ليک افغانستان له ناروې سره دهمکاري نوى فصل ته رسولى دى او دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د نړيوالې ټولنې مرستو او همکاريو ته اړتيا لري.
له بلې خوا، له دغه هيواد څخه بهر مشخصې کړۍ ،افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته بل ډول تعريفوي. د همکاري د دغه شان سندونو لاس ليک کيداى شي هغو مغرضو کړيوته ښه ځواب وي او له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې په اوږدمهال ملاتړ باندې ټينګار دى.
په دې ترڅ کې ددغه سند لاس ليک د نړيوالو همکاريو د پراختيا لپاره دافغانستان داسلامي دولت د ښې ادارې او د ښه نيت څرګندوى دى چې نړيواله ټولنه د يوې کورنۍ په توګه د يوبل د ارادې او حقوقو درناوى وکړي.
افغانستان مخکې له دې د هند،امريکا ،انګلستان او چين په ګډون، له يو شمير هيوادونو سره د ستراتيژيکي همکاريو سندونه لاس ليک کړې دې.
ناروې اتم هيواد دى چې افغانستان له هغه سره ستراتيژيکي اړيکې تامينول او مينه لري له نورو هيوادونو سره هم دغه شان همکاري ولري چې له يوې خوا په افغانستان کې سوله او ثبات يو نړيوال ضمانت پيداکړى، له بلې خوا په دې هيواد کې د ترورستي کړيو بيا ځاى پرځاى کيدل له منځه لاړ شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته