فرهنګ

دشهيد محمد موسى شفيق دسيمينار دجوړلوو دتياري دکميسيون غونډه .

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دافغانستان دپخواني صدراعظم شهيد محمد موسى شفيق دنړيوال سيمينار دجوړولو دتياري دکميسيون غونډه نن دبهرنيو چارو وزارت دستر سلاکار عبدالکبير فراهي په مشرۍ جوړه شوه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دغونډې په پيل کې عبدالکبير فراهي دسيمينار دجوړولو په لاره کې دکميسيون دغړو او د اړوند بنسټونو دمنسوبينو دکړو وړو رپوټ وړاندې کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي دهغه مستند فلم په باب چې د ارواښاد محمد موسى شفيق دسياسي ، ټولنيز او فرهنګي ژوندانه بيلابيل اړخونه بيانوي او له پنځلسو فلمونو څخه دلسو دقيقو لپاره برابر شوي دي ، معلومات ورکړل او طرحه يې کړه چې دسيمينارتر څنګ دعکس او کتاب د نندارتونونو دجوړولو لپاره بشپړ تيارى نيول شوى دى.
دغه راز دجمهور رييس ستر سلاکار او دکابل پوهنتون رييس حميد الله فاروقي ،دبهرنيو چارو وزارت دستراتيژيکي مطالعاتو دمرکزرييس ډاکتر فرامرز تمنا او نورو برخه والو په لاښه توګه دسيمينار دجوړولو په خاطر خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
دغه سيمينار دارواښاد محمد موسى شفيق دسياسي ، ټولنيز او فرهنګي ژوندانه په اړوند د روان کال دمرغومي دمياشتې په ٢١ او ٢٢ نيټه په کابل کې جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته