امنیت

خبرتيا:

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دملي دفاع وزارت خبرتيا:
دهيواد دمرکز او ولايتونو دڅوارلسمو او دولسمو ټولګيو هغو ښځينه فارغانو ته چې دملي اردو د افسرانو په اکاډمۍ کې دشموليت هيله ولري ، خبر ورکول کيږي چې دغه اکاډمي تر دغو شرايطو لاندې دخپلې لسمې دورې لپاره محصلان مني.:
-دتابعيت دتذکرې لرل.
-د داوطلب عمر له ٢٦ کلونو څخه لوړ نه وي.
– د دولسم او د څوارلسم ټولګي دفراغت سند يا دليسانس سند ولري.
-ښه روغتيا او ځواکمني ولري.
-نومانده بايد مجرده وي.
-دنوم ليکنې په وخت کې دې د دواطلبۍ شرعي محرم يا دکورنۍ يو غړى ورسره وى.
-جرمي سابقه ونه لري او په نشه يي توکو روږدى نه وي .
-هغه کسان چې دغه شرطونه او معيارونه ولري کولاى شي دخبرتيا دخپريدو له نيټې څخه د روان کال دتلې دمياشتې تر ديرشمې نيټې پورې دهيواد دمرکز او ولايتونو دجلب او جذب قوماندانيو ته ورشي.
دغه راز مياشتنى مدد معاش هم ورکول کيږي ، مناسبه ليليه او ټولې آسانتياوي له اسلامي فرهنګ سره سمې ورته په پام کې نيولې شوي دي او دمداومو تعليماتو له پاى ته رسولو وروسته د دويم بريد منۍ په رتبه دفراغت سند ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته