ټولنه

د پروان پوهنتون اداري ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

چاريکار/ باختر د چنګاښ ديارلسمه :
د پروان پوهنتون اداري ودانۍ پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
د پروان پوهنتون رييس غلام بهاالدين بها د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه پوهنتون اداري ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت له انکشافي بودجې څخه د څه د پاسه څوارلس زره افغانيو په لګښت د ٤١٨ مربع متره ځمکې په ساحه کې چې دولس خونې او نور ملحقات لري، جوړه شوې ده .
د يوبل خبرله مخې:
د پروان پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د ودانيو د جوړولو کار پيل شو .
په دغې ودانۍ کې ٣٨ درسي خونې په پام کې نيول شوې دي چې د لوړو زده کړو وزارت د انکشافي بودجې له څه دپاسه ٤٢ مليونو او ٦٠ زره افغانيو په لګښت جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته